ويب ډیسک
د طالبانو مرستيال وياند انعام الله سمنګاني په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې په دې کسانو کې ځينې د ولايتونو په کچه مشران هم شته چې ځينې نيول شوي او دوسيې محکمو ته استول شوي دي.
دغه کميسيون وايي چې له پلټنو وروسته يې ۱۸۹۵ کسان له ليکو پاک کړي دي.
انعام الله سمنګانی وايي چې ځينې نامسول کسان د تصفيې کميسيون له جوړېدو وروسته په خپله د طالبانو له ليکو وتلي دي.
د طالبانو د تصفيې کميسيون مشر لطيف الله حکيمي وړاندې ويلي وو چې د طالبانو له ليکو به د ده په ټکو ټول مفسد او ناکاره کسان ايستل کېږي.
طالبان کابل او لويو ښارونو ته له ننوتلو وروسته د خپلو غړو د ډسپلين له ننګونو سره مخ وو. کابل ته د ننوتو په لومړیو شپو کې د دوی له خوا يو لړ هوايي ډزو کې مرګژوبله هم اوښتې وه چې د دفاع وزارت چارسمبالي وزير ملا محمد يعقوب مجاهد په ګډون طالب چارواکو د هوايي ډزو بندولو حکم صادر کړ.
ښاغلي سمنګاني د کميسيون د چارواکو په حواله له خلکو غوښتي چې له طالبانو سره د تړلو هغو کسانو په اړه دې خبر ورکړي چې سوداګر، شتمن او پانګه وال يې له هېواده تښتې ته اړ کړي دي تر څو جدي چلند ورسره وشي.
له طالبانو سره د تړاو لرونکو اشخاصرو له خوا غچ اخيستو او شتمنيو د غصب په اړه راپورونه په رسنيو کې خپاره شوي چې د طالبانو کابينې اوس د مشکوکو موټرو پر پېر او پلور بنديز لګولی دی.


