پښتو جرنل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوي سرپرست څارنوال عبدالولي د وزارت له کارکوونکو سره معرفت غونډه جوړه شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د چارو ادارې استازو، د ا.ا.ا یو شمیر مخورو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ګډون درلود؛ د چارو ادارې استازي مولوي عبدالباري عاطف له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال او سرپرست په توګه د څارنوال عبدالولي د ګمارلو په اړه د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام حکم ولوست او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د وزارت نوې رهبرۍ ته په چارو کې د بریالیتوب هیله و کړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوي سرپرست څارنوال عبدالولي راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ا.ا.ا مشرتابه له اعتماد څخه مننه و کړه او ژمنه یې و کړه چې د خپل کاري ټیم سره به په ګډه د وزارت چارې د تقوا، صداقت او فساد سره د مبارزې په نیت په ښه توګه مخته یوسي.
د وزارت سرپرست له ټولو کارکوونکو و غوښتلو څو د وزارت رهبرۍ او خپلو ټولو آمرینو اطاعت و کړي او په ګډه د چارو د لا ښه سمون لپاره هڅې و کړي.
په ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مقام د دفتر رئیس جنیدالله عیني د وزارت کارکوونکو په استازیتوب خبرې و کړې او ژمنه یې و کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوې رهبرۍ اطاعت او په چارو کې به ورسره ښه همکاري کوي.
د ویلو دی، چې څارنوال عبدالولي د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د عالي مقام د ۱۴۴۳/۵/۱۵ نیټې او ۵۷۵مې ګڼې فرمان له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال او سرپرست په توګه ګمارل شوی، چې رسما یې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپله دنده پيل کړه.


