ويب ډیسک
پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو ګڼ شمېر ښځې د وینې کموالي ښکار دي او له خوارځواکۍ ځورېږي.
چارواکي وايي، د کم عمرۍ ودونه، د اولادونو تر منځ د وقفې کموالی او د مېندوارۍ پر مهال د مناسبو خوړو نشتوالي د لسګونه زره مېندوارو ښځو روغتیا له جدي ګواښ سره مخامخ کړې.
پېښور کې د بي بي سي خبریاله کوثر وحید اعوان وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت روغتیا ایالتي ادارې اوس دکاناډا (این ای) خیریه موسسې په مرسته یو پروګرام پیل کړی، چې له مخې به یې په لېرې پرتو سیمو کې د مېندوارو مېرمنو لپاره د اوسپنې او فولک ایسډ په ګډون اړینه غذا ویړیا ورکول کېږي.
پېښور کې د د دې پروګرام پیل مراسمو کې مسوولینو وویل، تر اتلسو میاشتو پورې به د قبایلي سیمو نژدې ۷۸۰۰۰ مېرمنې له دې روغتیايي اسانتیاوو برخمنې شي.
د چارواکو په وینا په دې مرستو کې د ولادي، نسايي کلینکونو لپاره ځينې تجهیزات، عامه پوهاوی او دغه راز د روغتیاپالانو روزنه هم شامله ده.


