دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهناڅرګندو وسله والو په کابل ښار کې د بسم الله شاکر په...

ناڅرګندو وسله والو په کابل ښار کې د بسم الله شاکر په نوم يو ديني عالم وژلى٠

ويب ډیسک

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د ياد خبر په تاٸيد سره ويلي چې امنيتي ځواکونو د پيښي په اړه څېړنې پيل کړي دي٠
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال انجنير عزام په دې اړه ويلي: ” مولوي بسم الله شاکر د اسلام د دښمنانو لخوا په یوه ډارن برید کې په شهادت رسیدلی , امنيتي ځواکوونه پيښه په جدي ډول تعقيبوي، تر څو عاملين يې دستګیر او د قانون منګولو ته وسپاري.”
ويل کيږي چې ياد ديني عالم نن شنبه د سهار لمانځه پر مهال د کابل ښار د ١٧ مې امنيتي حوزې اړوند د خير خانې کوتل په”مارشال فهيم سړک” کې په وسله وال بريد کې وژل شوى دى٠
تر اوسه د دغه بريد مسٶليت کـومې وسله والې ډلې نه دى منلى٠
تيره ورځ هم په کابل ښار کې د يو بل ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد پر مـوټر چاودنه وشوه٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه