ويب ډیسک
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی د ډېسمبر په اتلسمه یوه خبري غونډه کې وایلي، چې اوس په افغانستان کې جنګ نشته او د کډوالو بېرته راتګ ته ښه لاره هواره ده.
نوموړي زیاته کړې: چې طالبان چارواکو هڅه کوي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
شیر محمدعباس ستانکزی د طالبانو په کابل واکمنېدو وروسته د لنډې مودې لپاره له رسنیو پټ پاتې و خو د طالبانو ده بهرنیو چارو وزارت ته ده سیاسي مرستیال په توګه ګمارېدو وروسته ورځ تر بلې ځان رسنیو ته ښکاره کوې.
نوموړې د دوحې په تړون کې د طالبانو له لورې ځانګړې رول درلود خو ده طالبانو په کابل واکمنېدو وروسته ده د نشتون رسنیو کې اندېښنې راوپارولې چې ده نشتون به څه لامل وې.


