ويب ډیسک
د هند بهرنیو چارو وزارت خپل اونیز خبري کنفرانس کې افغانستان ته د نورو بشري مرستو د استولو اعلان کړی. د دغه وزارت ویاند ارندم باغچي وویل، دوی له پاکستاني چارواکو سره اړیکه کې دي، چې له خاورې یې دغه مرستې افغانستان ته ولېږدېږي.
د نوموړي په وینا په دې مرستو کې به ۵۰ زره متریک ټنه غنم، درمل او نور روغتیايي توکي او وسایل شامل وي. مخکې هند د ایران چا بهار بندر له لارې افغانستان ته غنم استول خو ښاغلي باغچي په دې اړه څه ونه ویل چې ولي اوس هغه لار نه کاروي.
هغه همدارنګه وویل هېواد یې له افغانستان سره ځانګړي اړیکي لري او افغانانو ته به راتلونکې هم ددوی مرستې دوام وکړي.
هند څو ورځې مخکې هم افغانستان ته د بشري مرستېو په اډانه کې ۱،۶ تنه درمل کابل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازو ته وسپارل.
پاکستان نومبر میاشت کې پرېکړه وکړه، چې د هند ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو ته اجازه ورکړي، چې د واګې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدېږي. هغه مهال اسلام اباد کې چارواکو وویل، افغانستان کې بشري ناورین ته په کتو یې دغه ځانګړی ګام اوچت کړی.


