دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان د فوټسال ملي ټیم یو لوبغاړی علي عرب‌زاده په ایران...

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم یو لوبغاړی علي عرب‌زاده په ایران کې مړ شوی.

ويب ډیسک

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د یو لوبغاړي علي عرب‌زاده د مړینې خبر ورکړی دی.

دې فدراسیون د جمعې په ورځ په يوه خپاره کړي خبر کې ویلي چې عرب‌زاده د ۲۰۱۹ م کال په اسیایي سیالیو کې د افغانستان د ټیم لپاره په بریاوو کې اغېزناک رول درلود.

په دې لوبو کې د افغانستان تر ۲۰ کلنۍ ښکته د فوټسال ټیم دوهم مقام ترلاسه کړی و.
تر اوسه د دې ځوان افغان لوبغاړي د مرګ سبب روښانه نه‌دی.

ویل کېږي چې عرب‌زاده کلونه په ایران کې په کډوالۍ کې ژوند کاوه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه