دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خواړو نړيوال پروګرام: ۹۸ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

د خواړو نړيوال پروګرام: ۹۸ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

ویب ډیسک

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام استازي په دې وروستيو کې ورکړی، چې په افغانستان کې ۹۸ سلنه وګړي له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خواړو نړيوال پروګرام وياند تومسون فيري وويل، چې په افغانستان کې شاو خوا ۹۸ سنله وګړي کافي خوراکي مواد نه لري، چې دا رقم د تېر اګست په پرتله ۱۷سلنه زياتوالی ښيي.

د دغه هېواد د اقتصادي بحران، اوږدمهالي شخړو او وچکالۍ له امله د زياتو عامو خلکو ژوند ډېر ستونزمن دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرنې له مخې، په افغانستان کې د بېوزلۍ مسئله ورځ په ورځ سختيږي او د توکو بيو د لوړوالي پر وړاندې ګڼ شمېر افغانان د خوراکي موادو او سون موادو په شمول د ژوند لومړيو توکو ته لاس رسی نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه