یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهوانګ ون بين: چين به له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام...

وانګ ون بين: چين به له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي

ويب ډیسک

 

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين به له افغانستان سره بېړنيو بشري مرستو ته دوام ورکړي، څو افغانان له روان لنډمهاله ستونزمن وضعيت څخه ووځي.

د افغانستان د لنډمهاله حکومت د عدليې وزارت لپاره د چين په مرستې د اوبو څاګانو د جوړولو پروژو د پيل مراسم دوه ورځې وړاندې ترسره شول او تر دې يوه ورځ مخکې د چين لخوا د مرسته شوو ژمنيو توکو دوهمه محموله هم کابل ته وسپارل شوه.

ښاغلي وانګ ون بین پدې اړه وويل، چې چين د افغانستان د دوست ګاونډي او صميمي ملګري په توګه له افغانستان سره د سولې، بيارغونې او اقتصادي ودې په برخو کې تر وسې پورې مرستې کړي او کوي يې.

يادې پروژې به د ځايي اوسېدونکو د اوبو اړتياوې پوره کړي او د دوی په ژوند کې به ښه والی راولي.

نوموړي زياته کړه، چې چين له افغانستان سره د مرستې په موخه خپلمنځي دوه اړخيزې سوداګرۍ هم پراخې کړې دي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې تر زرو ټنو ډېر اجلغوزي د هوايي دهليز له لارې چين ته صادر شوي دي. چين به د افغانستان د امنيتي وضعيت له تامين وروسته له افغانستان سره پر خپلمنځي اقتصادي همکاريو بحثونه وکړي او د اسيا زړه په توګه به د افغانستان له جغرافيايي ځانګړتياوو څخه د کار اخيستلو په برخه کې همکارۍ وکړي، څو د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان تګ راتګ زيات او د دغه هېواد د پرمختګ توان لاغښتلی شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه