ويب ډیسک
د افغانستان بانک وايي، افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې څلورمه کڅوړه چې نولس اعشاریه دوه (۱۹,۲) میلیونه امریکایي ډالر مرسته راورسېده او د افغانستان نړیوال (AIB) بانک ته وسپارل شوه.
ياد بانک زياتوي، تل هڅه کوي، څو د هېوادوالو د بېوزلۍ او ناچارۍ د مخنیوي لپاره اصولي او آسانه لارې وکاروي او له دې لارې هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت او اسعاري اړتیاوې مخ په ښه کېدو دي.
دغه بانک وايي، موږ یو ځل بیا هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثابت حد کې وساتي.


