ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په خپل ټوېټر ليکلي، امریکا پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړي.
د وېسټ په خبره له دې پیسو به په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره کار اخیستل کېږي او د مرستندویه بنسټونو له لوري به لګول کېږي. نوموړي همدا راز ویلي چې روان کال به افغانستان ته د کرونا یو میلیون ډوزه نور واکسین هم ورکړي.


