دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د بشردوستانه ویزو لپاره شرایط سخت کړي

امریکا د بشردوستانه ویزو لپاره شرایط سخت کړي

ويب ډیسک

امریکا د بشردوستانه ویزو لپاره شرایط سخت کړي

ښايي د امریکا د بشردوستانه وېزو لپاره د زرګونه افغانانو غوښتنلیکونه رد شي.

ځینو امریکایي استازو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشردوستانه وېزو برخې د غوښتنلیکونو د منلو لپاره شرایط سخت کړي دي چې له همدې امله ښایي د زرګونه افغانانو غوښتنلیکونه ونه منل شي.

سرچینه وایي، چې د شرایطو له سختېدو سره زرګونه داسې غوښتنلیکونه شته دي چې په دې شرایطو نه شي برابرېدلی نو ځکه ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشردوستانه وېزې لپاره ډېر غوښتنلیکونه و نه مني.

سرچینې کاږي چې دمګړی شاوخوا ۳۱ زره افغانانو د بشردوستانه وېزو لپاره په امریکا کې غوښتنلیکونه سپارلي دي، خو تر څو اونیو مخکې یوازې سل کسه افغانان دې وېزو ته په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې اړه د لا ډېرو غوښتنلیکونو ارزونه روانه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه