چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتیره ورځ د کابل او نوي ډهلي ترمنځ تر څلور میاشتني ځنډ...

تیره ورځ د کابل او نوي ډهلي ترمنځ تر څلور میاشتني ځنډ وروسته مستقمه الوتنه تر سره شوه.

ويب ډیسک

تیره ورځ د کابل او نوي ډهلي ترمنځ تر څلور میاشتني ځنډ وروسته مستقمه الوتنه تر سره شوه.
په ډهلي کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې دغه الوتنه چې له دواړه خواو څخه یې تر دوو سوو پورې بند پاتې افغان او هندي مسافرین ولیږدول د کام ایر خصوصي هوايي شرکت له لوري تر سره شوه.

افغان دپلوماتان وايي، د نوي ډهلي او کابل ترمنځ د هوايي الوتنو دغه لړۍ به دوام پیدا کوي او په نیږدې راتلونکي کې به نوري د اړتیا وړ الوتنې هم ترسره شي.

د سفارت په وینا د نوي ډهلي له لوري د مسافرینو د لیږ تر څنګ په یاده الوتنه کې ۱۶۰۰ کیلوګرامه د ماشومانو د روغتیا بیلابیل درمل هم کابل ته د مرستې په توګه و لیږدول شول چې هلته ته به د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې ترې ګټه پورته شي.

هند د بشري مرستو په لړ کې د نورو همکاریو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د اساسي درملو او کورنا ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته اعلان کړې چې په نیږدې راتلونکي کې به د واکسین د لیږد بهیر هم پیل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه