ويب ډیسک
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر سفر وړاندې په دوحه کې په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې دوی غواړي په ګډه په دې برخه کې پریکړه وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد عبدالرحمن الثاني بیا ویلي چې «قطر او ترکیه په دوامداره توګه په افغانستان کې له موقت حکومت سره کار کوي څو د [کابل] هوايي ډګر د عادي پرانیستلو په برخه کې پریکړې ته ورسیږي.»
د کابل هوايي ډګر اوسمهال د افغانستان او نړۍ د نښولولو یو له اصلي لارو ګڼل کیږي او یادو دواړو هیوادونو تردې وړاندې هم د کابل د هوايي ډګر د مدیریت له پاره ټټر وهلی وو.
څه موده وړاندې عربي متحده اماراتو هم د کابل د هوايي ډګر د چلولو او مدیریت له پاره علاقمندي ښوولې وه.


