ويب ډیسک
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ (پنجشنبه ۲ نومبر) له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، جو بایډن ته د امریکا ولسمشر پیغام دا دی چې راشي او د اسلامي امارت له حکومت سره کار وکړي.
ښاغلي کرزي په دې خبرو کې د امریکا له هوايي بریدونو سره خپل مخالفت څرګند کړ.
کرزی وايي: «که دوی (امریکا) خپلې الوتکې د افغانستان پر خاوره الوځوي او یا زموږ پر خاوره پوځي ځواکونه راولي، دا غلطه ده.»
«موږ غواړو له امریکا سره ملګرتیا وکړو. راځئ چې سره یو شو، خو په وطن کې د جنګې الوتکې د الوتنې تر منځ توپیر دی.»
کرزی صیب اوس هم غواړي چې ټول تللي افغانان بیرته هیواد ته راستانه شي او هیواد جوړ کړي.
هغه په دې اړه وویل:«دا ستاسو هېواد دی، باید سره یو شو. موږ د دې خاورې بچيان يو، وطن بايد پرېنږدو، پاتې کېږو او جوړ يې کړو.»


