لیک : سید خالد سعادت
ملګرو ملتونو کې دطاليبانو چوکۍ تر جدي غور لاندې ده او پرون ورځ يې يو ځل بيا ټ اليبانو ته د غړيتوب چوکۍ ورنکړه.
د ملګرو ملتونو منشور ۴ مې مادې لمړۍ فقرې له مخې ملګرو ملتونو کې غړيتوب څلور شرايط لري. غړی بايد دولت وی، صلح غوښتونکی وی، د ملګروملتونو منشور تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د ملګروملتونو منشور او اصولو ته احترام ولري.
پورته شرايط د ملګرو ملتونو غړيتوب لپاره هر وخت صدق کوي. هغوي چې نوی غړيتوب اخلي او هغه هيوادونه چې حقوقي شخصيت يې بدلون مومي هم ورباندې د تطبيق وړ دي. افغانستان ملګرو ملتونو کې د ۱۹۴۶ نومبر پر ۱۹ مه نيټه غړيتوب تر لاسه کړی.
نويمه لسيزه کې د ط ا لبانو دورې تر پايه د افغانستان حقوقي شخصيت سوال لاندې وه نو پر همدې دليل يوه لسيزه افغانستان ملګرو ملتونو کې دايمي غړيتوب نه درلود.
اوسمهال افغانستان د ملګرو ملتونو له لوري يو بل چلينج سره مخامخ دی. ټ اليبان په ظاهري ډول د واک واګې د يوې ډلې په صفت لاس کې لري نو ځکه م م ټ اليبانو ته غړيتوب نه ورکوي.
مهمه خبره دا ده چې ط ا لبان تراوسه د يو دولت په توګه ياد عناصر نه دي پوره کړي. د نړيوالو حقوقو له منظره دولت لپاره قلمرو، نفوس، حکومت او سياسي عالي قدرت پوره کوونکي عناصر دي. ټ اليبان يوازې د قلمرو بحث کې برلاسي دي، نفوس کې د افغانستان خلک راځي چې تر اوسه خلکو ټ اليبانو ته مشروعيت ندی ورکړی نو ځکه ط البان د اوسني نفوس ادعا نشي کولای.
حکومت يو بل مهم اصل دی چې تر اوسه ط البانو ندی تکمیل کړی. حکومتونه له ولس مشروعيت اخلي. د مثال په ډول اوسني وزيران او حکومتي چارواکي چا او په کوم اساس ټاکلي او چاته جواب ورکونکي دي.
له شک پرته چې ټ اليبان ورته ځواب نلري. د سياسي قدرت عنصر د هيواد داخل او بيرون پورې تړلې مسله ده.
ط اليبان ځانونه سياسي حاکمان بولي نو له ملک نه بيرون يې د سياسي حاکميت ابزار او وسايل چيرې دي. نه يې سفارت شته، نه يې کوم هيواد په رسميت پيژني او نه کوم بل نماينده دولت د ټ اليبانو سياسي نماينده ګي کوي.
نو بنا ط البان د ملګرو ملتونو منشور پر اساس تر اوسه د دولت تعريف نلري.
بل مهم اصل د سوله ايز نيت درلودل دي. تر اوسه ټ اليبان د جنګي قدرت په توګه رابرسېره شوي او دجګړې يا د زور استعمال له طريقه په هيڅ صورت يوه جنګي ډله تر سياسي مشروع ځواک نشي رسولای. نو بنا اوسني وضعيت کې د ط اليبانو تحريک يو صلح اميزه دولت مفهوم نشي افاده کولای.
دوه شرايط بيا يو بل سره تړلي دي. ټاکنيز نظام، د خلکو ونډه، د بيان ازادي، يو دبل په چارو کې نه مداخله، د ميرمنو او سياسي احزابو سياسي مشارکت، بشري حقوقو تامين او نور ګڼ شمېر ارزښتونه دي چې د م م منشور ته احترام او تعهد تعريفوي، هغه څه چې ټ اليبان يې نه مني.
په اوسمهال کې ط البان د پورته اصولو او شرايطو څخه ځان جيګ بولي ، يوازې د زور وسيله هر څه لپاره کافي بولي او خپل نظر د ټوپک په زور پر خلکو تحميل نو پدې اساس ملګرو ملتونو د ط البانو غړيتوب ځنډولی.


