لیک : ماښام خټک
ایکولوجي مطلب دی یعني ایکو کور یا د اوسېدو یا د ژوند کولو ځائې یعني چاپېر چل یا ماحول اؤ د لوجي مطلب علم یا مطالعه مطلب د ځائې د چاپېرچل یا د ماحول علم یا مطالعه اؤ د ایکو فیمینزم مطلب دی د زمکې، د ځائې یا د ماحول یا چاپېرچل ښځینه خاصیت یعني د ایکو فیمینزم مطلب شو د زمکې د ښځینه خاصیتونو علم یا یوه څنډه ـ نو د ایکو فیمینزم مطلب شو د زمکې اؤ د ښځې د خاصیتونو یا خصلتونو یا د ډېرو اړیکو خپله کښې تړون یا رشته ـ ایکو فیمینزم پۀ بنیادي توګه یوه مفروضه ده اؤ دا بنیادي مفروضه څۀ ده ـ هغه دا چې ښځه چې وي هغه د فطرت سره ډېر نزدو رشته یا اړیکه لري ـ اؤ د ښځې اؤ د فطرت د تړون یا واسطې علت څۀ دی ـ
هغه دا چې ښځه اؤ فطرت خپلو کښې نزدیکت شریکوي ـ اؤ دا نزدیکت پکښې موندلی هم شي ـ لکه (ريپروډکشن) یا نسلي تسلسل یا د نسل افزائش یا (نرچرنګ ) تربیت یا پرورش یا خصمانه، پۀ ښځه اؤ فطرت کښې مونتی کیږي یا د دواړو خاصه ده ـ فطرت د هماؤ ساه اخستونکیو اؤ ښځه د بچو ، د خاندان یا د کوړمې پرورش کوي ـ دا دواړه خاصیتونه ښځه فطرت ته نزدې راولي اؤ دا د دې نتیجه اؤ اپروچ دی ـ
د ښځې اپروچ د سړي نه بدل دی هغه فطرت ته د یو( ابجیکټ ) یا د یو شي پۀ سترګه نۀ ګوري اؤ ښځه لکه د سړي ددې استحصال نۀ کوي ـ
بل خوا سړ ی د فطرت سره دا طرز عمل نۀ ساتي ولې چې سړی پۀ خپل ذات کښې (فیمنن) زنانه نۀ دی ـ ځکه سړی د ښځې پۀ رنک پرورش یا نرچرنګ ( تربیت ) نۀ کوي ځکه د سړي اپروچ بدل دی ـ هغه فطرت د ابجیکټ یا د یو شي پۀ رنګ ګڼي اؤ د فطرت استحصال کوي ـ
ځکه فطرت ته یره د ښځې نه نۀ د سړي نه ده ولې چې سړی طاقتور دی لکه کیپیټلسټه سو سائټي چې سړی اؤ ادارې مضبوطې وي اؤ دې ادارو کښې سړی طاقت کښې وي اؤ دا یو لوئې سوال دی د فطرت پۀ زیر کولو لکه څنکه چې سړی ښځه زیر کوي لکه څنکه چې سړی د ښځې ماسټر یا حاکم وي داسې دی د فطرت هم ماسټر اؤ حاکم وي ولې ددې برعکس ښځه فطرت د خپل وجود ایکسټینشن یا توسیع ګڼي ولې سړی ېې نۀ ګڼي سړي ته د فطرت نه غوښتنه پکار وي ـ ایکو فینینسټ ددې حل دا را اوباسي چې د سړي طاقت دې زېر کړلی شي اؤ د فطرت پۀ نوی قدر کښې دې د ښځې اقدارو ته زیاته برخه ورکړلی شي نو هله به د معاشرې اؤ د فطرت تړون وده مومي ـ
اؤ دا نوی طرز به د ښځو د اقدارو وي اؤ دا هله کېدی شي پټریارکي یا پدرانه نظام د مینځه یوړلی شي او مدر سري نظام ته زمینه برابره کړی شي خو بیا هم توازن د فطرت یا د ماحول د پاره پکار دی ـ ایکو فینینزم د کلچر فیمینزم برخه ده ـ دا اقدار ښځې پۀ خپل رنګ نمانځي اؤ وده ورکوي ـ کلچر فیمینزم هم دوه ډوله وي ـ
وېزیبل یا ښکاره اؤ انویزېبل یعني پټ ـ پۀ ماحول یا معاسره کښې چې ښکاره دی نو د سړو کلچر دی اؤ چې پټ دی نو د ښځو کلچر دی ـ د ایکو فیمینزم موخه هم دغه ده چې ښځه اؤ فطرت سره یو کوي ـ اؤ چې دا بیل وي نو ماحول ته خطره ده اؤ چې یو شي نو د ماحول وده خوشحالي اؤ پرمختګ دی ـ
مونږ چې کله د پنځوایکو کریټکس خبره کوو نو هغوئې داسې ویشي
مارکسسټ انوارمنټلسټ: دا د لیبر، مزدور یا خواری کښ اؤ د نیچر یا فطرت یعني مذدوران چې پۀ فیکټرو کښې کار کوي اؤ فطرت چې د غرونو پۀ رنګ یا څېر دی دواړه یو رنک د انسانانو د استحصال لاندې راولي لیبر پۀ فیکټرو کښې اؤ د غرونو د معدنیاتو د فیکټرو پۀ ذریعه پکارونه اؤ استحصال کونه ـ
ایکو سوشیالوجي ـ یعني ایکو سوشیالوجسټ د کلاس امتیاز باندې خبره کوي چې څنګه امیران یا صاحب ثروت اؤ جلوت خلق د ماحول استحصال کوي د خپلو مفاداتو اؤ د ژوند د اسانولو د پاره لکه د ائیر کنډیشن پکارونه چې بل طرف ته ترې د چاپېرچل فطري ماحول ته هم زښت نقصان رسي
ایکو فیمینسټ: پۀ دې خو ډېر بحث شوی چې دوۍ فطرت ښځینه اؤ کلچر سړی تصور کوي ـ د ښارونو ژوند د کلچر اؤ کلیوال ژوند د فطرت ژوند ګڼي ـ لکه څنګه چې فطرت د ټول کائنات د ژوندي سرو خصمانه اؤ تربیت کوي داسې ښځینه ذات د بچو اؤ د خاندان د خلقو تربیت اؤ خصمانه کوي
میټریلسټ ایکو کریټکس د دوۍ تر مخه یا د دوۍ پۀ اند بوټي اؤ فطرت د سړو خدمت کوي خو دوۍ ئې هارنس کوي یا د زاتي مفاداتو د پاره پکاروي
ایکو فیمنسټ سپریچول کریټکس: د دوۍ تر اند مخکینۍ جدید کلتور د فطرت قدر اؤ احترام کوي ولې روستیني جدید کلتور ئې استحصال کوي
پۀ انکلیسي ادب کښې د تهامس هارډي ناولونه د بریټش د ماحول اؤ زمکني فطري ښکلاګانو نه چاپېره چورلي اؤ دې ته ویکسس ناول وئیلی کیږي چې د اینګلو سیکسن دلسمې صدی د ساوتھ وسټرن سیمئیزې زمکې یا د حدود اربعې ویاند دی ددۀ د ناول کردارونه د خپل ماحول نه چاپېره چورلي ، ژوندي دغه ماحول کښې وي ژوند دغه ماحول کښې کوي اؤ مړکېدل هم خپل ماحول یا د خپلې زمکې غېږه کښې غواړي ــ
دغه رنګ د جوناتهن بیټ سونګ اف دي ارتھ د هغۀ شہ کار دی ـ چې د ایکو فیمینزم د مفروضې سره اړیکه لري، ته ئې خپلو نګارشاتو ته ځائې ورکړی ـ دغه رنګ ددغه وخت سفري یاداشتونه مضامین ئې د ایکو فیمینزم نه چاپیره چورلي اؤ د زمکنی فطرت سره ډېر ورته دي ـ دغه رنګ ریمدی ویلیم کنټري اینډ د سیټي کښې د ایکو کریټیسزم پلوي پاتې شوی ـ
داسې چې ورپسې ځو نو پیټرک ډي مرفي لټریچر اف نیچر اینډ انټرنیشنل سورس د لارنس کوپ رومنټیسسزم ټو ایکو کریټسسزم د کیټي سوپر وټ از نیچر یا فطرت څۀ دی، د ریمنډ ولیم کنټري اینډ دي سټي یعني ملک اؤ ښارونه اؤ وندنه شیوه ایکو فیمینزم اؤ داسې نور ـ
اوس راځو چې پښتو ادب کښې ښځه د زمکې اؤ د خپل ښځینه وجود پۀ ترس کښې څنګه ګڼلی شوي څنګه ستائیلی شوي یا بیا د هغې استحصال، د هغې فریاد ګیله یا شکوه چې ټپې اؤ انګۍ ئې غوره مثالونه دي چې ابوالخیر ځلاند پرې پورا کتاب د نیمې نړی فریاد هم لیکلی ـ یا بیا ټپې دي لکه
چې څۀ دې کړل هغه دې اوکړل
اوس مې پلو پۀ مخ راخور که خوب راځینه
دې ټپه کښې د ښځې د سړي خلاف احتجاج دی ـ اؤ د هغې د ایکو فیمنزم د مفروضې له لورې پکارېدنه اؤ د خپلو مفادو اؤ د خواهشاتو د پاره لکه د زمکې د مزید پروډکشن یا پیداوار د پاره پڼه کېدل یا د جنسي استحصاله تېرېدل دي چې د یو لوري هم دا نۀ ښکاري چې دویم فریق دې عمل ته پۀ خپله خوښه راضي یا تیار دی ـ بلکې د یو زړه ستړي اؤ د یو ناخواله عمل نه لکه د یو ائټم خپل وار تېروي چې د بلې لورې هېڅ د “جوائنټ ونچر” د مشترک عمل هلې ځلې پۀ نظر نۀ راځي اؤ لکه د زمکې پۀ خپل سالم وجود کښې د یو ویړ جهان علامتي بڼه وړاندې کوي ـ
در پسې یم پرې به دې نۀ ږدم
که د اتیاؤ زامنو مور شي یار دې یمه
دې ټپه کښې د ښځې پکارونه تر خپل مقصده اؤ غوښتنې ده اؤ لکه د زمکې د ملکیت او د جاګیر پۀ صورت کښې خپل حق زبادول دي ـ اؤ در پسې یم پرې به دې نۀ ږدم تش پۀ چاپېرچل کښې د ښځینه بې وسي، یوازیتوب، بې څوکه توب اؤ د خپل هوس د پکارونې له عمله د شفټ کولو یو توکی ګڼلی شي : – دغه رنګ
زمکې کلنګ دې زورور دی ـ ځوانان خوندې کړې رالېږې تش پالنګونه یا
ما دې ټوپۍ پۀ سر ګڼله
د جینکو پۀ وار پیدا غرکه دې کړمه
دا ټپه هغه استحصالي فریاد دی چې مونږ ئې بره ذکر کړئ ټو پۍ پۀ سر کڼل نارینه ته اشاره ده نرتوب ته اشاره دا اؤ د نرتوبوالي نه ګیله ده اؤ د جینکو پۀ وار پیدا هغه مفروضه ده چې پۀ کوم سیریز یا وار کښې ډېرې جینکۍ پیدا شوي وي اؤ هغه وار یا سیریز کښې هلک پیدا شي نو چې کله هغه داسې بې پته کار اوکړي نو هغه ته بیا دا پېغور ورکولی کیږي چې د جینکو پۀ وار پیدا ئې ځکه درکښې نرتوب نشته دا ګیله ولې ده هعه دې ټپه کښې شاته واضحه دی چې مونږ ئې خپل ماحول کښې وینو اؤ چې دا خبره کله فیصله کیږي نو هم د سړو مینځ ته راځي نو داسې مثالونه هم شته چې بیا د ښځو په روغه کښې زمکه ، پوله، پتۍ هم ورکړی شوی خو د جینۍ چې د پېغلتوب د عمارت د ور کومه پرده وي هغه څېرې ویرې شوي وی خو سړي بیا خپلو کښې د ځانونو د بقا یا د سرونو د ساتنې له رویه د ښځې اؤ د زمکې پۀ تړون خبره خلاصه کړي نور ددې ټپې د ایکو فیمنزم ښۀ مثال د کومې راوړو ـ
دعه رنګ متلونه دي لکه
ــــ ته ګوره چې پړي غړي ـ یا خرې ته ګوره پۀ سحره شپې ته ګوره
یا د زمکې مخ زوړ دی ـ مړي دشمني یا پۀ زمکه کیږي یا پۀ ښځه ـ زمکه مور ده ـ پلارګنۍ زمکه خرڅول داسې دي لکه خپله مور خرڅول ـ
ښځه د کور اؤ یا د ګور ده دا ځانته عجبه استحصالي منظرنامه ده ګور هم زمکه ده اؤ د کور د دېوالونه تر مینځ ژوند یا بیا د خاورې یا د زمکې غېږه کښې د مرګ پۀ خوب اودکېدل اؤ پۀ دې مینځ کښې چې د سړي کومه ډومیننسي ده هغه هر وخت ایغه نېغه ولاړه وي ـ
دغه رنګ د تهامس هارډي د ویکسس پۀ رنګ د خوشحال خان خټک شعر درست پښتون له کندهار تر اټکه ـ سره یو د ننګ پکار پټ او اشکار
یا د احمد شاه ابدالي د دهلي تخت هېرؤم چې راپۀ یاد شي ـ د ښکلي پختونخوا د غرو سرونه
یا د رحمت شاه سائل صیب دا شعر د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده ـ
پۀ کابل اؤ پېښور کښې افغان یو دی ـ
یا د قیصر آپریدي دا شعر اسمان اؤ زمکه د باګرام څۀ درته اوایمه ـ خو بس یو لوښی دی برغولی پرې نسکور پروت دی اؤ اخر کښې د تهامس هارډي د ناولونو د کردار پۀ رنګ تېره موده کښې علي سدپاره د کی ټو k -2 پۀ غر یا غېږه کښې د هغۀ د زوي له اړخه تدفین دا ټول د ایکو فینینزم ویاندې بېلګې دي ـ یا بیا تېره موده کښې سوات دیر چترال د ګلیشئیر د راغورزېدو له وجې د خلقو د ګلیشئیر غېږه کښې ابدي خوب خپل پۀ خپله د سړي زهن ایکو فیمینزم پله راکرځوي ـ
یا بیا مزید د سوات، باجوړ، اؤ د وزیرستان د آئي ډي پیزو ښځو د ترحه ګرو د نارینه ډومیننسي له وجې پۀ لاره د نسلي بقا د پاره پۀ زمکه ، دشتو، غرونو اؤ راغونو کښې مړینه یا بیا د زیږون د خوش خبرۍ سره پۀ ژوندي سري له دغه کړاوه وتل که ایکو فیمینزم نۀ دی نو څۀ دی ـ


