ويب ډیسک
یو شمېر افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو لپاره د اعتراض په بڼه غونډه وکړه.
دوی چې ځانونه یې د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون ټولنې غړي بلل غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د زدکړې او کار حق ورکړل شي.
دوی ویل په یوه سر پټي ځای کې ځکه راټولې شوې وې چې “هسې نه طالبان ورته زیان ورسوي”
دوی ټېنګار وکړ چې له “هر نظامه به د خپل حق غوښتنه کوي” خو ویل یې “د طالبانو رژیم دوی ته د منلو نه دی”.
دې مېرمنو دغه راز ټينګار کاوه چې د همدې ډول اعتراضونو له لارې به د کار او زدکړې حق تر لاسه کوي او دا وړ اعتراضي غونډو ته به دوام ورکړي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان په ډېرو سیمو کې لا هم له شپږم ټولګې پورته نجونې ښوونځیو د تګ حق نه لري او د یو محدودو شمېر ادارو پرته د نورو دولتي ادارو کارکوونکې مېرمنې کار ته نه دې پرېښودل شوي.
خو طالبان وايي د کار او زدکړې په ګډون د ښځو حقونو ته ژمن دي او د دې لپاره د مناسب چاپیریال رد امنځته کولو هڅه کوي.


