دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان ته د راتلونکې غونډې د کوربه...

پاکستان د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان ته د راتلونکې غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی دی.

پاکستان د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) ته د راتلونکې غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی دی.

تمه ده د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راروانې میاشتې په غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د تېر اګست په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته د جدي بشري وضعیت په اړه زیاتې خبرې وشي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د نومبر پر ۲۹مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلې چې پاکستان د سعودي عرب لخوا د او ای سي د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غېر معمولي غونډې د رابللو د ګام ستاینه کوي او دوی ورته د دسمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د دغه غونډې د ترسره کولو وړاندیز کړی دې.

 

تمه ده چې د تېر اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتللو وروسته به د او ای سي د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا تر ټولو لویه نړیواله غونډه وي. خو د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان له اړخه د دې ممکنه غونډې په باب لا څه نه دي ویل شوي.

 

مرستندویه او د بشري حقونو ادارو په افغانستان کې پر حالاتو سخته اندېښنه ښودلې. دغه ادارې وایي د افغانستان د ابادۍ له نیمایي نه زیات خلک دا وخت د ژمي له راتګ سره د خوراک له سخت کمي سره مخامخ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه