دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغا نستان کې دایران پالیسي اوناولې موخې ( هدفونه)

په افغا نستان کې دایران پالیسي اوناولې موخې ( هدفونه)

لیک: ډاکټر لطیف یاد

ایران دډیر پخوانه دافغانستان په وړاندې خپلې ځانګړې ناولې موخې او هدفونه لري .

ایران دافغانستان دهرات سیمه دخپل هیواد پورې یوه تړلې سیمه ګڼي . دشهید محمد داودخان دنظام تر ړنګیدو وروسته او په تیره بیا پر افغانستان باندې دشوروي اتحاد تر یرغل وروسته ایران په افغانستان کې خپلې اته ګوني ډلې جوړې کړې او دهغوی ملاتړ یې وکړ.دوی دمرکزي افغانستان سیمو ته هرډول وسلې ولیږلې څو دوخت دروسي پلوه رژیمونو په وړاندې دمبارزې په نامه خپل پلویان په وسلو سمبال اوپیاوړي کړي .

ایران دخپلو دغو ډلوپه ذریعه په افغانستان کې خپل نفوذ او اغیزه هم رامینځ ته کړه. دایران حکومت اوپه کابل کې دایران سفارت د۱۹۹۰ کلونو په کورنۍ جګړه کې پر دغه اورنور تېل هم وشیندل څو دغه جګړه بله وساتي، خو دحیرانتیا وړ خبره داده چې ایران ونه شو کولای په هغه وخت کې په افغانستان کې دطالبانو ګواښ درک او وپیژني .وروسته ایرا ن دکابل – اسلا م آباد – ریاض دپالیسۍ بر خلاف دشمالي ټلوالې مقاومت رامینځ ته کړ . ایران دطالبانوپه وړاندې درباني-مسعود او ددوی د شمالي ټلوالې سره هرډول پوځي اوماد ي بشپړه مرسته وکړه.

اوس هم ایران په افغا نستان کې په ښکاره اوپټه توګه دخلیلي ، محقق او شیخ آصف محسني دوحدت او حرکت دګوندونو سره هرډول مادی او معنوي مرستې روانې او جاري ساتلي دي .

همداراز ایران غواړي چې افغا نستان د پارس دخلیج ، منځنۍ آسیا ، هند او چین ترمینځ ددوی یو سوداګریز مارکیټ او اډه وي او ددوی توکي پکې خرڅ شي .

همدا اوس ایران دخپل فرهنګ دغوړیدو لپاره په افغانستان کې پوهنتونونه ، راډیو ګانې، خپرونې او تلویزیونونه لري چې ایراني فرهنګ ته خدمت کوي.همدا اوس ایراني اخوندان غواړي چې په افغانستان کې دفا طمیونو او زینبیونو په نامه ترهګرې ډلې جوړې کړي چې دوی ترې دخپلو لښکرو په توګه کار واخلي.

برسیره پردې ایران په افغانستان کې مذهبي، قومي او ژبني تعصباتو ته هم لمنه وهي او دا یو داسې حقیقت دی چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه