ويب ډیسک
د بشري حقونو د څآر اداره وايي طالبانو د اولسي بخښنې يا معافۍ پرته د سلو نه زيات پوليس او د استخباراتي ادارو کاروکونکي وژلي او يا يې په زروه بېدرکه کړي دي.
د ۲۵ مخونو دغه رپوټ چې نوم يې دی، “معافي ستاسو د پاره نه ده، د طالبانو د واک لاندې په افغانستان کې سزا ګانې او بې درکه کول”، پکې د ۴۷ ملي اردو ځواکونو، پوليسو، استخباراتي ځواکونو او ملېشا عسکرو وژل او ورکول نوشته کړل شوي دي. د رپوټ تر مخه دغه چارواکي طالبانو ته تسليم شوي وو يا طالبانو نيولي وو.
طالبانو د بشري حقونو تنظیم لخوا ورکړل شوي رپوټ ته لا ځواب نه دی ویلی. خو داسې ډول نور رپوټونه او ادعاوې یې اکثره رد کړي دي.
د بشري حقونو د څآرتنظيم په غزني، هلمند، کندهار او هلمند کې د ۱۰۰ نه د زياتو کسانو د وژل کېدلو په اړه کره معلومات راټول کړي دي.


