ويب ډیسک
“نړیوال بانک د افغانستان پنځه سوه میلیونه ډالره کنګل شوې شتمني مرستندویه ادارو ته سپاري”
نړيوال بانک د داسې يوې طرحې د جوړولو په وروستي پړاو کې دی، چې له مخې به يې افغانستان سره ۵۰۰ ميليونه ډالره کنګل شوې مرسته، د مرستندويه ادارو په واک کې ورکړل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، د نړیوال بانک ویاند تایید کړې ده چې د یاد بانک اجرائیه بورډ نن په یوه غونډه کې پر دې غور کوي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق پیسې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو بنسټونو ته ورکړي.


