سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخان شهید او د خپلواکۍ د مبارزې پرېکړه

خان شهید او د خپلواکۍ د مبارزې پرېکړه

 

ولي محمد عليزی

خان شهيد وایي چې زما په ژوند کښې دوې داسې واقعات پېښې شوي چې هغو زما پر ژوند لویه اغېزه پرېښودل. لومړۍ هغه پېښه چې کله غازي امان الله خان د چمن له لارې په اورګاډۍ کښې د يورپ په دولتي دوره و دلته په چمن ريلوې اسټيشن باندې ډېر خلګ د پاچا د راتګ په انتظار وو، په دا ورځ باران هم شوی و، ځمکه چيکړ وه. او د پاچا د هرکلي لپاره د انګرېز فوځ تيار ولاړ و، او افسران يې په اسپو ورته ګرځېدل.

دوی د ځان سره هندي عسکر هم راوستي ول چې کله د اسپې څخه به يو انګرېز افسر را کښته شو، او بوټان به یې خراب شول نو هغه هندي عسکرو به د انګرېزانو افسرانو بوټونه په کپړا ور پاکول.

خان شهيد وایي چې د انګرېز دا کار ماته ډېر ناوړه ښکاره شو او چرت مې وهی چې وطن د پښتنو دی مالک يي پښتون دی او د پښتنو پاچا راروان دی خو دلته د پښتنو پر ځای انګرېزان یې هرکلی کوي او هندوان هم د هرکلي په ځای د انګرېز چوپړ وهي نو وایي ماته په دې ورځ محسوسه شوه چې د دې اصل لامل غلامي ده.

که غلامي نه وائږی نو نن به پښتنو او د هند خلګو په شريکه د پښتون پاچا تود هرکلی کوی. خان شهيد وایي چې ما د ځان سره دا هوډ وکړ چې دا خپل قام به د انګرېز د غلامۍ څخه خلاسوم.

د دې ورځې يوې بلې پېښې چې خان شهيد وایي چي زما په ژوند او سياست باندې يې لويه اغېزه پرېښې وه چې کله د پښتون پاچا غازي امان الله خان اورګاۍ د چمن اسټيشن ته را ورسيد نو دلته ولاړ خلګو شر شور جوړ کړی پاچا له اورګاډۍ په وره کښي ورته را ښکاره شو او څه يې ورته ويل غوښت خو خلګو بېخې بد نظمي جوړه کړې وه. غازي امان الله غږ ورباندې وکړ چې تاسو په پښتو پوهېږئ زه څه درته ويل غواړم خو خلګو هغه نه اوريدی. پای یې دا سو چې پاچا مجبور سو، او د څه ويلو او څه پيغام ورکولو پرته بېرته اورګاډي ته دننه شو او ور (دروازه) پسې بند شو، او اورګاډۍ بېرته روان شو.

خان شهيد وایي چې ماته ډېر افسوس ودرېدی چې زموږ خلګ ولي دومره غیر منظمه او له سياسته لري خلګ دي که دا خلګ منظمه وای او سياسي وای نو نن به دلته پاچا ته سم په ليکه کې په منظم انداز ولاړ وای او خپل پاچا بې هم درون کړی وای او د هغه وراسه به یې هم اورېدلې وای.

نوموړی وایي چې ماته د فکر را ولويد چې خپل قام به په سياسي او ساینسي بنسټونو د خپلواکۍ د مبارزې لپاره منظم کوم او سیال قام به جیني جوړوم.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه