دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سويډن لومړۍ ښځينه صدراعظمې له خپلې دندې له ټاکل کیدو نه...

د سويډن لومړۍ ښځينه صدراعظمې له خپلې دندې له ټاکل کیدو نه څو ساعته وروسته څخه استعفا وکړه

ويب ډیسک

د سويډن لومړۍ ښځينه صدراعظمې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
مېرمن مګدلینې اندريسون د نومبر په ۲۴مه نېټه د سويډن د لومړۍ وزيرې په توګه تر ټاکلېدو څو ساعته وروسته له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

هغې په یوه خبري ناسته کې وويل، د استعفا لامل يې دا دی چې نه غواړي د یوه داسې حکومت مشري وکړي، چې په قانونیت کې يې شک موجود وي.

د سويډن پارلمان د همدې ورځې په ماسپښين د ۲۰۲۲ کال د مالي بودیجې مصوبه تصويب کړه، خو د میلجو ګوند ور سره مخالفت څرګند کړ او وروسته يې له ايتلافي حکومت د وتلو اعلان وکړ.

د قانون له مخې، که یو ګوند له ایتلافي حکومت ووځي، نو حکومت به ليرې شي او پارلمان به د نوي لومړي وزير د ټاکلو لپاره رايګيري ترسره کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه