لیک: ډاکټر لطیف یاد
دروز یا دروزیان هغه توکم او اتنیکه ډله ده چې په سوریه ، لبنان ، فلسطین ، اردن اواسرائیلو کې ژوند کوي .سربیره پردې ډیرشمیر دروز یان دامریکې په متحده ایالتونو ، جرمني ، کاناډا ، وینزویلا، برازیل، کو لمبیا او آسټرالیا کې هم اوسیږي . ددوی ټول شمیر په نړۍکې یو ملیون تنه ښودل شوی دی.
دوی ته ځکه دروز ویل کیږي چې محمدبن اسما عیل درزي داسما عیلي مذهب له مشهورو مبلغانو نه و چې دمصر فا طمي خلیفه حاکم بامرالله یې مرتد وګآڼه او دهغه دوژلو فتوا یې ورکړه او دوی ترې پیروي کوله.
ددروزیانو مذهب داسما عیلیه فرقې یو ښاخ دی چې بنسټ ایښودونکی یې حمزه بن علي بن احمد زوزني و چې په ۴۰۸ سپوږمیز/قمري کال یې د مصر په پلازمیینې قاهره کې ددغه مذهب تاداو کیښود.
په اوسني وخت کې دروزیانو خپله پخوانۍ ګروهه ( عقیده ) پریښودلې ده او ان دخپل پخواني مذهب بنسټګر هم مرتداوبېدینه بولي .
که څه هم ددوي کلچر مسلمانانو او عربو ته ورته دی او دډیرو نومونه یې هم اسلامي نومونه دي ، خو دوی ځانونه مسلمانا ن نه ګڼي او دیوناني فیلسوفانو افلاطون او ارسطو دنظریاتو نه متاثره اواغیزمن شوي دي .
دوی کوم ځانګړی مذهبی عبادت ځای نلري دهرې جمعې په شپه په یوه ځای کې سره راعونډیږي چې خلوتخانه (بنډار ځای ) یې بولي .
دوی دمسلمانانو په پرتله دماروني عیسویانو سره ښې او خوږې اړیکي لري ، خودمسلمانانو سره یې هم تراوسه کومه ستونزه نه ده رامینځ ته شوې . ددوي ژبه عربي ده .ددروزیانو یوشمیرخلک داسرائیلو په پوځ کې تکړه افسران دي .
دلبنان مشهور سیاسي شخصیت ولید جنبلاط هم ددروز په قام پورې اړه لري.


