دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوس هره ورځ په امريکا کې له زرو څخه ډېر خلک د...

اوس هره ورځ په امريکا کې له زرو څخه ډېر خلک د کرونا وبا له امله مړه کیږي

ويب ډیسک

نيويارک ټايمز ورځپاڼې يوه تبصره خپره کړې، چې پکې ويل شوي چې امريکا په تېرو دوو کلونو کې د کرونا وبا په وړاندې مبارزه کې نه ده بريالۍ شوې او د وېرې وړ خبره دا ده، چې امريکا لا هم له دغو ستونزو نه ده وتلې.

د شکرانې ورځ را روانه ده او امريکا د قضیو د زیاتوالي له ننګونې سره مخ دي، که حکومت د وبا ضد خپله ستراتیژي بدله نه کړي، نو دوی به د ټایټانیک ټکټ په لاس کې ولري او دوی به په لوی خطر کې وي.

ویل کیږي چې اوس هره ورځ په امريکا کې له زرو څخه ډېر خلک د کرونا وبا له امله مړه کیږي او تر دې دمه له ۷۵۰ زرو څخه ډېر امریکایان د دې وبا له امله مړه شوي، چې دا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د مړینې کچه یې تر ټولو لوړه ده.

د کرونا وبا د فشار ازموینه وه چې نږدې دوه کاله یې دوام وکړ ، خو امريکا ناکامه شوه. د دغه هېواد د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ډاکټر مارټین سیټرون دا حالت د “باور د افلاس” په توګه بیان کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه