لیک: ډاکټر لطیف یاد
دافغانستان په وچو میووکې ځڼغوزي ځانګړی اهمیت لري.ځڼِغوري ( جلغوزه ) یوه مشهوره وچه مېوه ده چې علمي نوم یې (Pinus gerardiana)دی .دافغانستان دري ژبي خلک یې جلغوزه بولي او په اردو اوهندي ژبو کې ورته چلغوزه وایي.ایرانیان دځڼغوزیو ونې ته دکاج ونه وایي .
دځڼغوزي ونې دافغانستان په غرونو کې زیاتره په طبیعي دول پیدا کیږي .په افغانستان کې د ځڼغو زي ونې په پکتیا ، پکتیکا ،خوست ، کونړ،ننګرهار،لغمان ، نورستان او دکاپیسا ولایت دنجراب په ولسوالۍ کې پيدا کیږي .
همداراز دافغانستان نه سربېره دپښتونخوا په ځینوسیمو لکه وزیر ستان او پاکستان په سړو اوواورینو غرونو او هم په هند کې دهیمالیا دغره په ډېروبرخو او له هغو نه په کشمیرکې هم پیداکیږي.
کله چې دځڼغوزیو ونه (۲۵ ) یا (۳۰) کلنه شي نو حاصل ورکوي او له هرې ونې دلسو کېلوګرامو په اندازه ځڼغوزي راټولیږي . باید وویل شي چې دځڼغوزي مېوه ددغو ونو له غوزو نه راټولیږي .
دځڼغوزي مېوه کله دځینو طبیعي آفتونو لکه ږلۍ اوچینجیانوپه وجه زیانمن کیدلی شي.دځنغوزیو ونې په غرونو کې داورښتونو او بارانونو له لارې خپل داړتیا وړ اوبه ترلاسه کوي .
ځڼغوزي یوه ګټوره وچه میوه ده چې دځینو ناروغیو دله منځه وړلو لپاره لکه دمثانې دډبرو او دوینو دفشار اوکلسټرول لپاره ګټوره ده.
همداراز دجنسی ځواک او دحافظې په پیاوړتیا او دزړه دناروغۍ په لیرې کولو کې رغنده رول لوبوي اودبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي. ددې ترڅنګ ډیر غذایي مواد ، اسیدونه ، پروټین ، نشایسته اوفایبرونه هم لري . ځڼغوزي د ( A)او ( E)وایټامینونه هم لري .
اوس په افغانستان کې دیو ه کیلوګرام ځڼغوزیوبیه ( ۲۸۰۰) افغانۍ ده .
افغانستان په ۲۰۲۰ زیږدیز/میلادي کال کې اروپایي هېوادونو او چین ته ( ۱۸۰۰) ټنه ځڼغوزي لیږدولي دي


