دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايران په افغانستان کې شیعه ګانو په وضعیت اندېښمن دي

ايران په افغانستان کې شیعه ګانو په وضعیت اندېښمن دي

ویب ډیسک

په افغانستان کې د شیعه ګانو د وضعیت په اړه د ایراني چارواکو او مجاهدینو له اندېښنې وروسته – د افغانستان لپاره د ایران استازي حسن کاظمي نن په کابل کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا سره لیدنه او خبرې وکړې.

کاظمي تر دې خبرو وړاندې د طالبانو د وزیرانو له مرستیالانو ملا برادر او عبدالسلام حنفي سره لیدلي وو.

د ایران ځانګړی استازی په درې ورځني سفر کابل ته رسېدلی.

کابل ته له ننوتو وړاندې یې ویلي چې له طالبانو سره په لیدنه کې «په افغانستان کې څه تېر شوي بیا کتنه کوو.»

ایراني چارواکي په کندز او کندهار ولایتونو کې د شیعه ګانو په دوو جوماتونو کې له چاودنې وروسته د شیعه ګانو وضعیت اندېښمن دي.

تهران هم ټینګار کړی چې افغان حکومت باید ټول شموله وي. فعلاً د طالبانو په حکومت کې د جعفري مذهب استازی نشته.

حسن کاظمي  له افغانستان نړیوال سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان شته ننګونې به د هېوادونو په همکارۍ حل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه