دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل :پاسپورټونو د وېش پروسه د تخنیکي ستونزو له امله ودرول شوه.

کابل :پاسپورټونو د وېش پروسه د تخنیکي ستونزو له امله ودرول شوه.

ويب ډیسک

د پاسپورټ عمومي ادارې اعلان کړی چې په بایومټریک ماشینونو کې د تخنیکي ستونزې له امله اوس د پاسپورټونو د وېش بهیر درېدلی دی.

د پاسپورټ ریاست رئیس عالم ګل حقاني ویلي چې بایومټریک ماشینونه له تخنیکي ستونزې سره مخ دي او معلومات نه ذخیره کوي.

حقاني زیاته کړې چې څو ورځې به په مرکز کې خپل فعالیت ودروي.

د پاسپورټ رئیس زیاته کړه چې د دغو ماشینونو د تخنیکي ستونزو له حل وروسته به د وېش پروسه بیا پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې زرګونو کسانو د دې ادارې د دروازې مخې ته د پاسپورټ اخیستلو لپاره لاریون وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه