یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر له سرحد نه بېرته افغانستان ته...

هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر له سرحد نه بېرته افغانستان ته شړي.

ويب ډیسک

مرستندویه ټولنې: ایراني چارواکي هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر له سرحد نه بېرته افغانستان ته شړي.

یو شمیر هغو کسانو چې له ایران څخه ایستل شوي نړیوالو خبري اژانسونو ته ویلي چې د افغانستان پولې ته له انتقالیدو دمخه په ایران کې په ګڼه ګوڼه او توقیف خانو کې ساتل شوي او ایراني مسولینو ورسره بد چلند کړی دی.

ګڼو افغان مهاجرو ویلي چې ایراني مسولین افغان مهاجر انسانان نه ګڼي او ادعا یې کړې چې په توقیف ځای کې په دې خاطر چې د پولې څخه د تیریدو لپاره یې کرایه نه لري د ایراني مسولینو له لورې وهل شوي او ټکول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه