دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچارواکي وايي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یو ځل بیا...

چارواکي وايي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یو ځل بیا په فعالیت پيل کړی دی

ویب ډیسک
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هیواد کې د بیا فعالیت د پیلولو خبر ورکړی دی.

د افغان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، «په پاکستان کې میشت افغان کډوالو، سوداګرو، پاکستاني وګړو او ټولو هغو خارجي اتباعو ته چې غواړي د پاکستان له لاري افغانستان ته ولاړ شي؛ خبر ورکول کیږي چی په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت او پیښور، کراچۍ او کویټه کې جنرل قونسولګرۍ د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکوی.

تاسو کولای شئ، په اونۍ کې پنځه ورځي، ( له دوشنبې تر جمعې) د سهار له ۹ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو پوري په پاکستان کې د افغانستان ذکر شویو نمایندګیو ته مراجعه وکړئ.»

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنيو ته په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د بیا فعالېدو تایید کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه