دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان او د بامیانو مجسمې

طالبان او د بامیانو مجسمې

لیک : محمد علیم بسمل

په دې شلو کلونو کې له څه باندې ديرشو ولایتونو څخه یواځې دمرګ خبر راغی ، تر دې چې موږ یو ولایت هم له مرګ او ویر څخه مستثني نه دی ګڼلی خو چې کله بامیانو ته لاړم ژوند دبودا دمجسمې په ډول مجسم مخې ته راغی بویه په دې کاپر انقلاب کې یواځې دبامیان خلکو ژوند کړی ، دهوايي ډګر په څېر مهمو حکومتي ځایونو خپله کیسه کوله چې دلته ټک هم نه دی شوی ، ځکه چې جدول او بوجۍ خو پرځای پرېږده حتي یوه خښته یې هم مخې ته نه وه اېښې .

دبامیان له لېدلو نه مې مخکې داسې فکر وو ؛ چې خارجیانو وطن جوړاوو خو موږ پرې نښودل ، که موږ له دوی سره جګړه نه وای کړې اوس به وطن ګل وګلزارؤ .

دهغه هزاره خبره مې ورو ، ورو دزړهٔ تل ته کوزېده چې چا پوښتلی ؤ ؛جاپان او افغانستان دواړه په یوه ورځ آزاد شوي ، جاپان چېرته ورسېدهٔ ، افغانستان ګوره په کوم حالت کې دی ؛ هزاره ورته وېلې ؤ چې جاپان اوغو نه داره .

کله مې چې بامیانو ته وکتل چې له سرک پرته هیڅ کار نه دی پکې شوی پوه شوم که یې وطن جوړولای بامیان ولې داسې چیت پیت پاتې دی .

بند امیر چې نزدې دټول افغانستان دسیلانیانو توجه ځان ته جلب کړې وه له یو څو خونو پرته پخپل طبیعي حال ؤ . دغه خونې هم دومره عالی نه وې خدای مې دې له بدګوماني وساتي لکسې په ښه نیت نه وې جوړې شوې ، په لیدلو سره یې دسړي ذهن ته ښه مسجونه نه راتلل . په بند کې اوس هم نجونې په پخواني لباس کې تشریف فرما وې ، زه به چې کله په کشتۍ کې له دوی سره مخ شوم خپل غزل به راپه زړهٔ شو چې:

د دیدن غلا له غټې ږيرې سره خوند نه
دانا روا له غټې ږیرې سره خوند نه کوي
خدای دهرچا په زړهٔ کې اېښېده دښکلو مینه
خو دملا له غټې ږيرې سره خوند نه کوي
غني خان چې کوم نظم بودا ته لیکلای تاوسوته به دبودا دمجسمې په لیدلو دریادیږي ، خو زما په زړهٔ په بند امیر کې راو رېدهٔ هغه څنګه ده چې ؛ زه یې لیونی کړمه چار چاپېره نوردی ــ نه دی بامیان نه دی دا داخو کوه طوردی

تقی عثماني صیب یو ځای لیکي ؛ چې دسیمې طبعي جوړښت ، اونقشه د خلکو په عادت او اخلاقوباندې تاثیر کوي ، دبامیان هم داسې دی لکه خلوت ته چې جوړ شوی وي ، دباطني ترقی لپاره دا سیمه زما په ناقص فکر ښه مناسب ځای دی ، د بودا له مجسمې داسې معلومیږي چې بودایزم به هم دلته پخپل وخت کې ډیر قوي ؤ ، زه په تاریخ کې ډیره مطالعه نلرم خو په دوو کتابونو کې مې د بودایزم په اړه اورېدلي چې تر قندهاره پورې خوور شوی ؤ ، خو دبودا مجسمې ته په کتلو سره له دې خبرې انکار ناشونی دی چې دغه دین دې له بامیانه هم اوښتی وي .

ابوالحسن علی ندوي صیب لیکلي چې بودا پخپله بت پرست نه ؤ ، بلکې خلاف یې ؤ خو د دهٔ پیروان په بت پرستي کې دومره په مخ لاړل تردې چې
وېل کیږي دبت نوم هم له بودا څخه اخستل شوی .

علامه عبدالحي حبیبي لیکلي : څنګه چې د بودا دین تیاره فلسفه نه درلوده ، نو د دهٔ دمړینې په کال په باجا ګره کې د بودا د پیروانو یوه مذهبي غونډه جوړه شوه ، د ده ٔ د ریو تنو نامتو ملګرو د ده ٔ خبرې راټولې کړې له هغه څخه یې دتریکه (درۍ ټوکه ګلان) په نامه دبودايي قوانینو ټولګه جوړه کړه .

بوداییزم د اشوکا په واسطه په نړۍ کې خپور شوی دی ، اشوکا خورا خونکار پاچاوو یوکال دفقر له امله نزدې یولک کسان مړهٔ شول سبب یې دهغه جګړې اور ؤ چې داشوکا په لاس بل شوی ؤ چې دې کار اشوکا هم پخپلو کارونو پښیمانه کړ ، او بودایزم ته یې مخه کړه .

دیموکراسان هسې وايي چې د دین یې له سیاست سره څهٔ ؟ د اشوکا حالت ته په کتلو سره سړی ویلای شي ؛ دین که غیر آسماني هم وي دولت او پاچا له انسانیت سره اشنا کوي .

پاتې دنه وي چې بودا له میلاد نه ۵۳۶کاله مخکې په اوسني بنګال کې زیږدېدلای ، خپل نوم یې سداراتا ، او دپلارنوم یې سودرهاتا ؤ .

بودا عالم ته وايي ، څوک وايي چې بودا معني رڼا ده ، کله چې بودا په خلوت کې ناست ؤ شپږم یې ورځ یې ډيره رڼا وه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه