ويب ډیسک
څو شېبې وړاندې د کابل ښار وزیراکبرخان روغتون ته نږدې پرلپسې دوه چاودنې وشوې.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي یوه خبري اژانس ته وویل چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
سرچینې د چاودنې د څرنګوالي او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي.


