ویب ډیسک
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ مشر احمدناصر سرمست وايي، د جمعې په شپه د طالبانو پر افغانستان له تسلط وروسته د زده کوونکو او استادانو لومړی کنسرت قطر کې وکړ.
د ښاغلي سرمست په وینا، په دې کنسرټ کې قطري موسیقۍ د افغان موسیقۍ ترڅنګ ترسره او په سمبولیک ډول یې د افغانستان د موسیقۍ له “ځپلې” ټولنې سره خپل پیوستون څرګند کړ.
څه موده وړاندې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ له سلو زیات محصلین او استادان له افغانستانه د یوې ځانګړې الوتنې په ترڅ کې قطر ته ولاړل.


