دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد دروغو فلسفه

د دروغو فلسفه

لیک : نوراحمد قانع

دروغ د ایمان زوال دی، دروغجن د خدای دښمن دی.
دا هغه ویناوې دي چې د هر انسان لپاره نصیحت او کره کړنلاره بلل کېږي.

سربېره پر دې په پښتو کې بېلابېل متلونه هم د دروغو او دروغجن په اړه شته لکه:

د دروغو مزل لنډ وي، د درواغجن مخ تور وي.
کله چې یو کس دروغ ووایي، نو بیا قسم ورسره خامخا اخلي، ځکه دا د درواغجن یو له عاداتو څخه دی، د دروغو فلسفه د انسان له پیدایښت سره پیل شوې.

حکایت:
یو وخت د دروغو او رښتیاو ملګرتیا وه یو ورځ دروغو رښتیاو ته وویل راځه چې لاړ شو سیند کې ولامبو، رښتیا چې په خپله د باور او یقین نښه ده نو ورسره همغږی شو او دواړه د سیند غاړې ته د لامبو لپاره لاړل.

رښتیا خپلې جامې وکښلې او دروغو هم خپلې جامې وکښلې، رښتیاو دروغو ته وویل چې لمړی ته ټوپ کړه دروغو وویل چې نه لمړی به ته ټوپ کوې نو رښتیا و منله او سیند ته یې ټوپ کړ، او دروغو ته یې غږ وکړ چې اوس ته هم راټوپ کړه دروغو سره له دې چې ټوپ یې نکړ نو په منډه لاړ او د رښتیاو جامې یې واغوستې او له هغه ځای څخه لاړ، له رښتیا سره یې ملګرتیا ختمه کړه.

او رښتیا اړ شو چې د دروغو جامې واغوندي، اوس چې کله دروغ را څرګند شي نو خلک ورباندې د رښتیا ګُمان کوي خو وروسته ورته پته ولګېږي چې دا دروغ دي، نن صبا اکثره خلک کوښښ کوي چې د خپلو نامشروع اهدافو لپاره دروغو ته د رښتیاو جامې ور واغوندي او خلک ورباندې دوکه کړي، مګر یو څه باید همېشه په یاد ولرو چې د جامو په بدلېدو سره اصلیت نشي بدلېدلی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه