دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو پلاوی به له مسکو څخه لېدنه وکړي

د طالبانو پلاوی به له مسکو څخه لېدنه وکړي

ويب ډیسک

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د روسيې د سپوتنيک خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د طالبانو پلاوی به نژدې راتلونکې کې له مسکو څخه لېدنه وکړي.

نوموړي د ترکيې له انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې افغان حکومت او روسيې ښې اړيکې ټينګې کړي، د طالبانو پلاوی به ژر له مسکو څخه لېدنه وکړي او د روسيې له لوړپوړو چارواکو سره به د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې وکړي.

د روسيي د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې (د مسکو ميکانيزم) غونډه به د اکتوبر په ۲۰مه نېټه تر سره شي او مسکو د طالبانو د استازو په ګډون ځينو شخصيتونو ته بلنه ورکړې ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا ويلي، د دې غونډې برخوال به کابل ته د بشري مرستو د برابرولو او په افغانستان کې د بشري حقوقو د ساتلو په اړه بحثونه وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه