ويب ډیسک
«وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبر ورکړی چې هېواد به یې د روان کال تر پای مخکې له افغانستانه د تخلیې الوتنې بیا پیل کړي.
امریکايي ځواکونو د طالبانو له لوري د کابل له سقوط وروسته پوځي تخلیه عملیات پیل کړي او د اګست تر ۳۱مې یې لسګونه زره بهرنیان او افغانان له دې هېواده لېږدولي دي.
د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو سره سم د ا.ا د تخلیې عملیات هم پای ته ورسېدل.
خو لا هم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او نورو هېوادونو ډېر سیمه ییز همکاران پاتې دي په وروستیو اوونیو کې یو شمېر کسان توانېدلي چې د پاکستان له لارې یا د قطر الوتکو له دغه هېواده بهر کړي.


