ویب ډیسک
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې صديقي ګروپ د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاس کړل.
صدیقي ګروپ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو لپاره په رسمي توګه د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.
د یادونې وړ ده چې صدیقي ګروپ دغه حقوق د څلور نیم لکه امریکايي ډالرو په بدل کې ترلاسه کړي چې پر همدې بنسټ له اصولو سره سم د لوړې اندازې په پایله کې په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوونکی وپېژندل شو.


