ویب ډیسک
د عوامي نشنل ګوند خیبرپښتونخوا ایالت مشر ایمل ولی خان د عمران خان بیان ته په غبرګون کې وویل چې هغه څوک چې پښتون ته ترهګر او طالب وايي، عقل يې له لاسه ورکړي ده د پاکستان وزيراعظم په چوکي ناست سړي ته شرم پکار دي چي امن خوښونکي قام ته دهشتګرد وائي.
پښتانه ترهګر نه دي، بلکې د ترهګرۍ قرباني دي چې د سولې لپاره یې زرګونه ژوند قرباني کړی دی دا هغه څوک دی. عمران خان نیازي صیب د قسم بیانونو نه څه غواړي؟ ایا پښتانه او پاکستان جنګ غواړی؟ د دهشتګردو لاس تړلی د ټول قام سره او دهشتګردو ته دهشتګرد ویل د پښتون قام مسخره ده.
مونږ د کوم پښتون قوم خبره کوو پښتانه ترهګر نه دي، بلکې د ترهګرۍ قرباني دي چې د ترهګرۍ لارې یې بندې کړې دي. ښاغلی عمران خان نیازي غواړي چې نړۍ ته په داسې بیانونو ثابته کړي چې پښتانه ترهګر دي چې په دې سیمه کې اور بل کړی.


