دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتخت رستم د بودايانو کعبه

تخت رستم د بودايانو کعبه

لیک: سردارولي

له نن ۲۰۰۰ کاله وړاندي د افغانستان شمال سمنګان ښار د بودايانو تر ټولو ستر ښار وو، هغوی د خپل عبادت د پآره د يوې غونډۍ پر سر ستوپه/خانقا جوړه کړه، چي تر اوسه د نړۍ بې ساري بېلګه ده.

دې غونډۍ کي څو لوی نغمونه/غارونه/تونل دي چي ټول سره سري دي او پر سر ئې د ډبري څخه جوړه ګومبته ده. روايات دي چي دوی به پر دې لارو کښته کېدل او بيرته به له بله غاره راوتل چي دوی طواف باله.

غونډۍ کښي دننه د راهبانو له پاره وړې-وړې کوچنۍ کوټې او تاخچې دي چي د طواف په حالت کي به ئې راهبانو مراقبت پکښي کاوه.

همدارنګه دلته د حمام يا ځان پريوللو تشنابونه هم وه، او هم د پخلي له پاره اشپزخانې جوړي وې چي له هندوکش څځه تر سمنګان پوري دغه ځاى د بودايانو له پاره لويه سټوپا، خانقاء، او يا عبادت ځاى/مرکز وو چي زرګونه بودايان راتلل او عبادت ئې کاوه.

له بودايانو وروسته رستم يو تکړه پياوړی پهلوان وو چي د محلي رواياتو له مخه د سمنګان د پاچاه لور (تهمينه) ئې ځان ته واده کړل او دلته به رستم شراب و کباب وهل، روستم پهلوان به دلته خپل عشقونه کول، ډېر ژوند يې دلته تېر کړى دى، نو دغه ځاى تاريخپوهانو د رستم پهلوان د تخت په نامه ونوماوه چي تر اوسه د تخت روستم په نامه يادېږي.

تاريخ راته وايي چي بودايزم په افغانستان کي د لومړۍ ميلادي پېړۍ د پېل راهيسي خپور او راهبان به یې د چين او تبت د لاري د دې شمالي سيمو ته ورتلل.

سمنگان د يوه ديني او تجارتي ښار په توگه د کوشاني باچاهانو پر وخت په دريمې ميلادي پېړۍ کي مشهور سو. کنشکا پخپله بودايي دين منلی و او د دې سرپرستي يې کوله.

په ۱۹۵۹ع کال د جاپان د لرغون پوهانو يوې ډلي د پروفېسر سيچي ميزونو لارښوونه پلټني پېل کړې او د څلورمي او پينځمي ميلادي پېړيو تر منځ د بودايانو د يو مرکز په توگه ثبت سو.

د هند په لويه وچه کي دېري سوپې د غونډويو د پاسه په لوړو ځايونو کي جوړي او پکښي خښتي او مساله کاريده خو د سمنگانو د دې سټوپا ځانگړتيا دې کي ده چي دا د يوې تيږې څخه جوړه ده چي ۸ ميټر د مځکي څخه لوړه او ۲۸ ميټره پلنه ده.

د دې چاپېره ۲ ميتر پلنه د گرځيدو لاره ده چي ښايي لومړی به د کار کوونکو د دريدو او د تيږې د توږلو لپاره کارول سوې وي. وروسته به هم دغه لاره د طواف لپاره يې کاروله.

ياده غونډۍ د سمنګان ښار جنوب ته ۳کلوميټرۍ کي پرته ده او د بده مرغه دې ورستيو کي يوه ويډيو کي د نوي دولت کسان پکښي ښکاري چي وايي دا “د دوستم [عبدالرشيد دوستم] د پټېدو ځای دئ .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه