دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني د فېسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده

اشرف غني د فېسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده

ویب ډیسک

ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټ کې ویل شوي، چې د ښاغلي غني د فېسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده.

دا خبره وروسته له هغې وشوه، چې د محمد اشرف غني د فېسبوک پر پاڼه په یوه مطلب کې پر دې انتقاد شوی و، چې د افغانستان په استازیتوب ولې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته غلام محمد اسحاقزی وینا کوي.

د فېسبوک په دغه مطلب کې د ښاغلي غني له قوله ویلي شوي وو: نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان له ملت څخه لیرې شي باید له اوسني حکومت سره تعامل او ورسره مرستي وکړي.

مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینو هم ویلي، چې د هغه د فېسبوک رسمي پاڼه د دوی له کنټروله وتلې او په کې خپاره شوي مطالب د اعتبار وړ نه دي.

طالبانو تېره اوونۍ غوښتنه وکړه، چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر پخوانی ویاند، سهیل شاهین دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومنل شي او طالبانو ته دې هم په ملګرو ملتونو کې د وینا وخت ورکړل شي.

خو ملګرو ملتونو ته ویلي، چې د افغانستان په استازیتوب د وینا لپاره د غلام محمد اسحاقزي نوم په لیست کې لیکل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه