ویب ډیسک
ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټ کې ویل شوي، چې د ښاغلي غني د فېسبوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده.
دا خبره وروسته له هغې وشوه، چې د محمد اشرف غني د فېسبوک پر پاڼه په یوه مطلب کې پر دې انتقاد شوی و، چې د افغانستان په استازیتوب ولې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته غلام محمد اسحاقزی وینا کوي.
د فېسبوک په دغه مطلب کې د ښاغلي غني له قوله ویلي شوي وو: نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان له ملت څخه لیرې شي باید له اوسني حکومت سره تعامل او ورسره مرستي وکړي.
مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینو هم ویلي، چې د هغه د فېسبوک رسمي پاڼه د دوی له کنټروله وتلې او په کې خپاره شوي مطالب د اعتبار وړ نه دي.
طالبانو تېره اوونۍ غوښتنه وکړه، چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر پخوانی ویاند، سهیل شاهین دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومنل شي او طالبانو ته دې هم په ملګرو ملتونو کې د وینا وخت ورکړل شي.
خو ملګرو ملتونو ته ویلي، چې د افغانستان په استازیتوب د وینا لپاره د غلام محمد اسحاقزي نوم په لیست کې لیکل شوی دی.


