یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملګرو ملتونو: طالبان په عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا نه...

د ملګرو ملتونو: طالبان په عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک ویلي طالبان په عمومي اسمبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.

سټيفن دوجاریک ویلي د سېپټمبر پر ۲۷مه به په عمومي اسمبلۍ کې په رسمي توګه غلام محمد اسحاقزی د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

 

اسحاقزی د افغانستان د تېر حکومت سفیر و چې لا پر خپلې څوکۍ پاتې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په لیک کې له هغه غوښتي چې د طالبانو استازي ته په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون او وینا اجازه ورکړي.

 

د ملګرو ملتونو د اعتبار بښنې کمېټۍ هم د افغانستان په تړاو کومه ناسته او پرېکړه نه ده کړې، په دې معنی چې د افغانستان د پخواني حکومت استازی محمد اسحاقزی په خپل ځای دی.

 

د رپورټونو له مخې طالبانو د خپل سیاسي دفتر غړی او ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړی چې لا ورسره ملګرو ملتونو موافقه نه ده کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه