سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد م.م سرمنشي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره...

د م.م سرمنشي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره مرسته وکړي

ویب ډیسک

م.م سرمنشي انتونيو ګوټريس د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په ژنيو کې وويل، چې دا وېره او شونتيا شته، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان شي او پرځېږي، نو نړيواله ټولنه دې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د افغانستان د بشري حالاتو په باب لوړپوړي غونډه کې وويل، چې اوس په افغانستان کې د عامو خدمتونو سيستم د سقوط په حال کې دی، يو پر درې افغانان له لوږۍ سره مخامخ دي او ښايي ګڼ شمېر وګړي د سپتمبر له پای مخکې خوراکي توکي و نه لري.

افغانانو ته د حبوباتو او بنسټيزو طبي خدمتونو د برابرولو لپاره د م.م او د بشري حقوقو د ساتنې سيستم هڅې روانې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه