پښتو جرنل
د افغانستان پخواني د بهرنيو چارو وزير محمد حنیف اتمر په خپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې
په پنجشیر ولایت کې د وروڼو افغانانو ترمنځ د جګړې پیل زموږ د ژورې اندیښنې وړ دی.
د جګړې د دوام عواقب به په افغانستان کې د ارامۍ او ثبات له پاره خورا بد وي. له دواړو لورو څخه مو هیله دا ده چې مذاکراتي ډلو ته وخت ورکړي او د خبرو له لارې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي –
امید لرو چې په سیمه کې له میشتو ملکي وګړو سره د بشري قوانینو پر بنسټ چلند وشي تر څو هیڅ ملکي وګړي ته زیان ونه رسیږي.


