دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنيمروز ولايت کې به د دوښمن پر وړاندې عمليات لا ګړندي او...

نيمروز ولايت کې به د دوښمن پر وړاندې عمليات لا ګړندي او اغېزناک شي

ويب ډیسک

د کورنيو چارو سرپرست وزير جنرال عبدالستار میرزکوال د نيمروز ولايت له نوي ټاکل شوي والي عبدالکريم براهوي او په ولسي جرګه کې د ياد ولايت له استازي ګل احمد نورزاد سره د دې ولايت د امنيتي وضعيت په هکله ناسته ترسره کړه.

د کورنيو چارو سرپرست وزير په دې ليدنه کې د نيمروز ولايت د امنيتي وضعيت د مديريت لپاره د جدي تدابيرو او منظم پلان د شتون ډاډ ورکړ.

والي عبدالکريم براهوي د کورنيو چارو سرپرست وزير له پاملرنې څخه د مننې تر څنګ د ولايتي ادارې له لوري د بشپړې همغږۍ ډاډ ورکړ او هيله يې وښوده چې د اړونده ارګانونو او ولسي همکارۍ پر مټ به امنيتي پلان لا منظم تطبيق شي.

د ولسي جرګې استازي ګل احمد نورزاد هم د نيمروز د ولسونو په استازيتوب د نظام په ننګه د ولس انګېزه او انسجام يو فرصت وباله، تر څو د دوښمن پر وړاندې لا بريالي ګامونه پورته شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه