ویب ډیسک
کابل – د افغانستان اسلامی جمهوریت بهرنیو چارو وزارت پرون مازدیګر په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار او په پاکستان کې یې د افغانستان سفیر د لور د اختطاف په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سخت اعتراض مراتب ورته اعلان کړل.
بهرنیو چارو وزارت له خان څخه وغوښتل چې د دې نه بښونکې پیښې په اړه د افغانستان د اعتراض سخت مراتب او ژوره اندیښنه د پاکستان هیواد د بهرنیو چارو وزارت او دولت ته ورسوي. بهرنیو چاور وزارت له پاکستان څخه په ډاګه وغوښتل چې د پېښې عاملان وپیژني او د مجازاتو په برخه کې عاجلې کړنې ترسره او د نړیوالو میثاقونو سره سم د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو مصونیت او بشپړ امنیت تامین کړي.
په پاکستان هیواد کې د افغان سفیر لور آغلې سلسله علیخیل د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۵ نیټه د جمعې په ورځ اسلام آباد کې د څو ساعتونو لپاره اختطاف شوه، چې له سختې شکنجې وروسته خوشې شوه.


