د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د پېښور پوځي قوماندان، تورن جنرال محمد نعیم اختر، له سیمهییزو قومي مشرانو سره په ګډه دعا کې د خپلې دندې او سیمې ته د تګ د موخې په اړه څرګندونې کړې دي.
نوموړي د رسنیو د استازو، ځوانانو او قومي مشرانو په وړاندې د دعا پر مهال ویلي، که د خیبر پښتونخوا د خاورې د یوې لوېشتې د نیولو لپاره هم راغلی وي، نو معاش به یې ورته ناروا وي.
هغه زیاته کړې، که دولت د کوم پټ پلان له مخې دې سیمې ته د ناامنۍ د رامنځته کولو، د سولې د بهیر د ګډوډولو یا د کانونو د نیولو لپاره لېږلی وي، نو له الله تعالی څخه غواړي چې د دوی دنیا او آخرت دې تباه کړي.
د نوموړي په وینا، د سیمې خلک هم د سولې پلویان دي او له خپل هېواد سره مینه لري. هغه د هغوی لپاره د ټینګښت او بښنې دعا هم کړې ده.
یادې څرګندونې د شمالي وزیرستان له قومي مشرانو سره د ګډې دعا پر مهال شوې دي.


