بلوچستان؛ د دالبندین ترڅنګ پر باروړونکې بس ډزې؛ یو تن وژل شوی او درې ټپیان دي

0
24
Three spent brass bullet casings resting on a textured concrete or stone surface outdoors

د بلوچستان د دالبندین ښار ته څېرمه د ډاډر په سیمه کې پر یوې باروړونکې بس د وسله‌والو کسانو د ډزو له امله د بس چلوونکی وژل شوی او درې نور کسان سخت ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، وژل شوی چلوونکی عبد الوحید نومېده او د کوټې اوسېدونکی و.

د روغتون د سرچینو په وینا، په پېښه کې عبیدالله د نوشکي اوسېدونکی او فائق او محسن د کوټې اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

د پېښې له ځایه د وژل شوي چلوونکي مړی او ټپیان د دالبندین مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.