د خیبر پښتونخوا په پېښور هایکورټ کې د یوه اساسي قانوني غوښتنلیک له لارې د هغو شاوخوا ۴۹ لکه ماشومانو د زده کړو حق غوښتل شوی چې له ښوونځیو بهر پاتې دي.
دا غوښتنلیک د اسلامي جمعیت طلبه د خیبر پښتونخوا د څانګې مشر محمد اسفندیار شیخ ثبت کړی دی. په غوښتنلیک کې د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې د شمېرو له مخې ویل شوي چې د دغه ولایت ۳۷.۴۹ سلنه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي، چې له ډلې یې څه باندې ۲۹ لکه نجونې او نږدې ۲۰ لکه هلکان دي.
د غوښتنلیک له مخې، په خیبر پښتونخوا کې څه باندې ۴۲ لکه ماشومان هېڅکله ښوونځي ته نه دي تللي، په داسې حال کې چې ۶ لکه ۶۴ زره او ۸۳۱ نورو ماشومانو له ښوونځي تر داخلېدو وروسته خپلې زده کړې نیمګړې پرېښې دي.
په غوښتنلیک کې ویل شوي چې په کوهستان، تورغر او پخوانیو قبایلي سیمو کې له زده کړو د بېبرخې ماشومانو کچه تر نورو سیمو لوړه ده.
غوښتونکي د پاکستان د اساسي قانون ۲۵مې مادې ته په اشارې ویلي چې دولت د ۵ تر ۱۶ کلونو ماشومانو ته د وړیا او لازمي زده کړو د برابرولو مسوولیت لري، خو په دې برخه کې اغېزمن ګامونه نه دي پورته شوي.
په غوښتنلیک کې له محکمې غوښتل شوي چې د ماشومانو د ښوونځیو ته د شاملولو لپاره د یوه ټاکلي مهالوېش لرونکی کاري پلان جوړ شي، تړلي ښوونځي بېرته فعال، د ښوونکو ګومارنه او ښوونیزو ادارو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
همدارنګه د ښوونې او روزنې د بودیجې د روڼ لګښت او د اړوندو ادارو له خوا محکمې ته د خپلو کړنو د راپورونو د وړاندې کولو غوښتنه هم شوې ده.


